د ارزګان اوسيدونکي وايي، په دغه ولايت کې د ښوونځيو درسي کیفیت خورا کښته دی او غوښتنه کوي چې د ښوونځيو تدريسي چارو ظرفيت دې لوړ شي.
د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې دا مهال په ۲۵۸ښوونځيو کې څه لاندې ۶۷زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د چارواکو په وينا، نږدې ۸۸زره ماشومان دامهال د بېلابېلو علتونو له کبله له زده کړو څخه پاتې دي.
د ارزګان يو شمېر اوسېدونکي او د ښوونځيو زده کوونکي وايي، د دغه ولايت په دولتي ښوونځيو کې د تدريسي چارو ظرفيت خورا کښته دی.
امير محمد، چې د درېیو زامنو پلار دی، وايي، په یاد ولايت کې د ښوونځيو د کمزوري درسي کیفیت له کبله يې د خپل اولادونو لپاره په خصوصي ښوونځي کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې د يو شمير ښوونځيو زده کوونکي په ښوونځيو کې د تدريس له ټیټ کیفیت څخه شکايت کوي او وايي، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې د زده کړو ترسره کېدو ظرفيت کښته دی.
د يو دولتي ښوونځي زده کوونکي دل اغا وويل:
«ښوونکي نشته، درسونه نشته، کتابونه نشته، کتابچه نشته او قلم هيڅ شي نشته.»
د ارزګان ځايي مسوولين هم منې چې په دغه ولايت کې په دولتي ښوونځيو کې د تدريس کیفیت کښته دی خو وايي، د راتلونکي کال لپاره دوی هڅه کوي چې د ټولو ښوونځيو پر تدریسي کیفيت کار وکړي.
د پوهنې ریيس مولوي شمس الله کامران اخنذاده کليد راډيو ته ويلی:
«له وزارت څخه د ښوونځيو کیفيت ته ډېره پاملرنه شوې، موږ به د خالي بستونو لپاره له روژي څخه مخکې امتحان واخلو، داهم د کیفيت په برخه کې مرسته ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ارزګان والي ويلي وو چې په ارزګان کې له سلو څخه يوازې ۳۰فیصده ماشومان زده کړو ته لاس رسی لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30474